ایران او امریکا دواړه پوهیږی چې په نږدیوراتلوونکی کومی پیښي رامنځته کیږی
ژباړونکی: ((عزیزاحمدخوارمل)) ژباړونکی: ((عزیزاحمدخوارمل))

 


دسیمون هرش دتیرشپی مصاحبه دسی .ان .ان سره

دامریکی یوجګپوړی داطلاعاتومنصبدار:

امریکا وایې چې په جاپان کی (دناکازاکی بمباری) هم بریالی وه!

   دانټرنیټ  دفارسی منابعوڅخه

هیڅوک دایران دجګپوړوچارواکوپه پرتله نه پوهیږی چې دامریکی دیرغل نقشه پرایران باندی څونی رښتینی اوجدی دی .  اوهوغمره هم هیڅ څوک دسپینی ماڼی په پرتله ډاډمن ندی چی په ایران کی اټومی وسلی جوړیږی اوکه نه جوړیږی .دانګلیس دباندنیو چارووزیردایران پرضدجګړه یې ونه منل اوردیې کړ،مګروی ویل چې  تاکتیکی یرغل به، دمحدوده اټومی وسلوپه وسیله  دایران پرځینیوهستوی اواټومی  ودانییواوجوړښتونوباندی صورت  ومومي .

"سیمون هرش"نامتوامریکایی خبرلیکوونکی چې څو ورځی مخته دنیویورکرپه مجلی کی پرایران باندی دامریکی  داټومی یرغل په هکله یې  یوخبرخپور کړی وو،چې اوس  دغه خبردیو ستر جراوبحث سبب ګرځیدلی دی ،اوتیره شپه  دی په یوه تلویزیونی  مصاحبه کی چې  دسی . ان . ان دتلویزیونی شبکی لخوا ویوی مصاحبی ته  وربلل سوی وو ،دده دغه مصاحبه  اوخبری بحث عملآپه پراخه پیمانی سره په نړی کی خپره سوه، س .ان .ان   دده دنظرپه پوره پوهیدلوسره مصاحبه وکړ،او "سیمون هرش" یوځل بیادایران پرهستوی اواټومی مرکزباندی دامریکی دبمباری په هکله پرخپل دغه  نظرټینګاروکړ، او دی یې په همدی خاطر دمصاحبی له پاره راوبلل ترڅودی خپل دغه څرګنده ونی ددغی تلویزیونی شبکی څخه چې ډیرلیدونکی لری اوپه رښتیا سره په نړی کې  ډیرخلک ددغه تلویزیونی شبکی خبرونه ګوری او دی دي  دغه خبر ولیدونکوته ور واوره وی .  

«سیمون هرش »چې پخوایې هم پرعراق باندی دامریکی دیرغل خبر یې خپور کړی وو،دی په خپل دغه اشدمحرم ګزارش سره نړیوال شهرت یې ترلاسه کړ،اودی اوس  پدی مصاحبه کی هم دسپینی ماڼی داړخیزتصمیم څخه پرایران باندی دیرغل په هکله په پړیکنده  ډول سره وویل،چې  امریکاغواړي  پرایران باندی نظامی یرغل وکړی اودایران هستوی اواټومی جوړښتونه اومرکز بمباردکړی ،مګردی حاضرنه شوچې ددغه خبرداصلی منبعی نوم  واخلی ،ددی مصاحبی په یوه بله برخه کی دسی . ان  . ان دخبرلیکوونکی دټینګارپه ځواب کی چې غوښتی یې دامریکی دغه جګپوړی چارواکی ،امنیتی صاحب منصب څوک دی ،چې دغه رنګه اطلاعات یې تاسو ته یې درکړی دی  په ګوته کړی ؟ هغه وخندل اووی ویل چې تاسی مسخري کوي .

دس .ان . ان خبرلیکوونکی د ((سیمون هرش)) نه وپوښتل : تاسی په خپله مقاله کی داطاعاتود یو صاحب منصب دخولی نه ولیکل ،چې دایران پراټومی مرکزد بمباری پرموضوع باندی په سپینی ماڼی کی خبری اوبحث شویدی :« موږجاپان کې عمل وکړاوبریالي هم سولو»ددی خبرمعنادادی چې ایران به اټومی بمبارد سی .

((هرش))ځواب ورکړ:سپینه ماڼی ډاډمن دی چې دنطنزدسیمی ترمځکی لاندی په پنځه اویا«۷۵»فیتیز ژورځای کې هستوي وسلی جوړیږی ،اودامریکی نقشه اوپلان دادی چې دغه هستوی  مرکزاوجوړښتونه په تاکتیکی اټومی وسلوسره له منځه یوسی  .

ددی مهمی مصاحبی په یوه بله برخه کی چې په قطعی توګه سره دسی . ان .ان  په خبری برخوکی  به خپورشی اودنړی مطبوعات  به پرهغه لانورهم خبری اوبحثونه  و کړی   په راتلونکی کې به خپورشی .

دسی .ان.ان خبرلیکوونکی د «هرش »نه وپوښتل: همدارنګه ستاسودنظرخلاف دانګلیس دباندنیوچارووزیرپه ټینګارسره وویل چې پرایران  باندی نظامی یرغل نه کیږی .

 (هرش ) ځواب ورکړ:ښاغلی جک استرادقیق ویلی،امادهغه منظور کاملآ یونظامی یرغل پرایران باندی دی ،پدی حال کی چې زه دیوی نقشی اوپلان په هکله دایران پرهستوی مرکزاوجوړښتنونوباندی دیرغل خبری کوم اوپه دغه هکله می اطلاعات هم لاسه کړی دی .

دسی .ان.ان خبرلیکوونکی :دایران دچارواکونظراوعکس العمل ددی  نقشی په  هکله څه دی ؟

«هرش» ځواب ورکړ: هیڅ څوک دایران  داسلامی چارواکوپه پرتله  نه پوهیږی چې دامریکی دیرغل نقشه څونی رښتینی اوجدی دی،او هوغمره هیڅ څوک د سپینه ماڼی   په پرتله ډاډمن ندی چې  په ایران کی اټومی وسلی جوړیږی .

 

 


April 12th, 2006


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی